کډوالي

د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په تړاو د کاناډا حکومت ته یو نوی غوښتنلیک وسپارل شو

انځور له ارشیف څخه

په کاناډا کې نږدې دولس سوو تنو د یو پرانستې لیک په تاییدولو سره د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د اقامت او پناهندګۍ د دوسیو په څېړلو کې چټکتیا راولي.

دغه مدني فعالانو او هېوادوالو خبرداری ورکړی چې په ګاونډي هېواد کې مېشت افغانان د سیمه ییزو پولیسو له لوري د بندي کېدو او بېرته د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته د جبري ستنولو له خورا سختو شرایطو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه پرېکړه لیک کې چې د کاناډا د پارلمان په رسمي وېبپاڼه کې د ثبت شوي غوښتنلیک (Petition e-7419) له مخې په کې پر اوتاوا ټینګار شوی چې د کډوالۍ د مامورینو د کاري ظرفیت په لوړولو سره دې په اسیا کې د پاتې شویو غوښتونکو د دوسیو د رکود مخه ونیسي او تر څنګ دې داسې ترانزیتي او محافظتي چوکاټونه رامنځته کړي چې د پرېکړې تر وروستۍ شېبې پورې د کډوالو سرپناه خوندي پاتې شي.

همدا راز له حکومت څخه غوښتل شوي چې له نړیوالو ټولنو او د کوربه هېواد له چارواکو سره د مېشتو افغانانو د امنیت په موخه ډیپلوماټیکې خبرې پیل کړي.

د عریضې د وړاندې کوونکو په وینا، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځینه وو پر وړاندې د ازادیو او مدني فعالیتونو ساحه په بې‌ساري توګه تنګه شوې ده.

په متن کې روښانه شوې هغه کسان چې په تېر کې یې د پوهنې، ښځو د حقوقو او د دیموکراسۍ د ارزښتونو لپاره غږ پورته کاوه، اوسمهال تر جدي څار او عقوبت لاندې دي.

د راپور پر بنسټ، د دغو فعالانو او د هغوی د نږدې خپلوانو لویه برخه د ځان د ژغورلو په موخه ګاونډي هیواد ته اوښتي او کاناډا ته د قانوني لارو د لېږد په تمه شپې او ورځې تېروي.

غوښتونکو یادونه کړې چې اوتاوا د بشري حقونو د ملاتړو او معارفپالو د خوندیتوب په برخه کې نړیوالې ژمنې لري او اوس د دې وخت دی چې خپل مسوولیتونه په عمل کې ثابت کړي.