د «سېکیوریټي کونسل رېپورټ» په نوم نړیوال بنسټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې چین له یوې سختې ډیپلوماټیکې سیالۍ وروسته توانېدلی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې د مخته وړلو، مذاکراتو د رهبري کولو او د پرېکړه لیکونو د مسودو د چمتو کولو اصلي مسوولیت یا د «قلمدار» (Penholder) رول په لاس کې واخلي.
د دغه راپور له مخې، چین په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په امنیت شورا کې د افغانستان د موضوع یوازینی مسوول هېواد شو.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان دوسیه تل د امنیت شورا د غیر دایمي غړو لخوا مخته وړل کېده، نه د پنځو دایمي زبرځواکونو لخوا.
له همدې امله، دغه نوي بدلون ته په کتو کارپوهان وایي چې دا پرېکړه د امنیت شورا له پخوانیو سوابقو څخه جلا ګام دی او ښيي چې بیجینګ د افغانستان په تړاو د نړیوالو تګلارو پر جوړولو کې خپل نفوذ او لېوالتیا په بېساري ډول زیاته کړې ده.
دا سیالي د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې په امنیت شورا کې د جاپان د غړیتوب د پای ته رسېدو سره سم پیل شوه.
په پیل کې چین، پاکستان او سويلي کوریا درېواړو غوښتل چې دا رول واخلي. وروسته چین وړاندیز وکړ چې دا مسوولیت دې د دغو درېیو واړو هېوادونو لخوا په ګډه پر مخ یوړل شي، خو د امریکا متحده ایالاتو د چین له مشرۍ سره سخت مخالفت وکړ.
دا اختلافات د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال رابرسېره شول چې چین او پاکستان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د تمدید لپاره یو ګډ پرېکړه لیک وړاندې کړ او کټ مټ یوه ورځ وروسته سویلې کوریا او امریکا د همدې موضوع په تړاو جلا مسوده شورا ته واستاوه.
دې کار د طالبانو سره د تعامل پر سر د غړو ترمنځ ژور درځونه وښودل، خو په پای کې له څو پړاوونو خبرو اترو وروسته دواړه متنونه یوځای شول، په اتفاق د اراوو تصویب شول او چین د دغې دوسیې اصلي مشر پاتې شو.
چین له وړاندې راهیسې هڅه کوله چې د پرېکړه لیکونو په لیکلو کې د امریکا، برېتانیا او فرانسې انحصاري رول راکم کړي.
د هېواد دغه لېوالتیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوره هم زیاته شوه، چې له مخې یې په کابل کې سیاسي او اقتصادي پانګونه پراخه کړه.
په هر حال، امریکا لا هم په دغه دوسیه کې خپل نفوذ ساتلی او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ کال د رژیم پر بنسټ د افغانستان د بندیزونو د کمېټې مشري یې پخپل لاس کې ساتلې ده.
