د جرمني «ان ډي آر» خبري شبکې راپور ورکړی، چې طالبان د افغان کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي هېوادونو څخه غواړي چې د جرمني غوندې د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډیپلوماټان واستوي.
دغې رسنۍ ویلي چې طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی ډیپلوماټان ومني، دوی به د کډوالو د بېرته ستنولو په پروسه کې پوره همکاري وکړي.
د راپور له مخې، د لا زیاتو ډیپلوماټانو منل به په بروکسل ناسته کې د طالبانو یو له اصلي غوښتنو څخه وي.
یو شمېر افغان ډیپلوماټانو دغې رسنۍ ته ویلي، کوم هېوادونه چې په دې برخه کې د طالبانو همکاري غواړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه یو د طالبانو استازی په خپل سفارت کې ومني؛ خو منتقدین بیا اندېښنه ښيي چې طالبان غواړي په دې پلمه په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو واک په لاس کې واخلي.
اوسمهال په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماټانو لخوا اداره کېږي او طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي استولي دي.
په برلین او بن کې د طالبانو دوه کونسلي کارکوونکي شتون لري چې د جرمني د چارواکو په وینا موخه یې د کډوالو د لېږد اسانتیا ده، خو د NDR د راپور له مخې، هغوی په عملي توګه د دغو مرکزونو مدیریت په لاس کې اخیستی دی.
همدا راز په اوسلو کې هم له ۲۰۲۵ کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي توګه د ډیپلوماټیک ماموریت مسوول دی.
بلخوا، په بروکسل ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه د اروپايي ټولنې له تایید وروسته، د بشري حقونو سازمانونو او کیڼ اړخو سیاسي ډلو خبرداری ورکړی چې دا ګام به په غیرمستقیم ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا وي.
د یورونیوز د راپور له مخې، په پارلمان کې سوسیال دیموکراتانو پر دې پرېکړه سخته نیوکه کړې او د لوپز اګیلار په نوم یو غړي دا اقدام د “قهر او حیرانتیا” وړ بللی دی.
خو د اروپايي کمېسیون ویاند مارکس لامرت تایید کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو دغې ناستې ته طالبانو ته بلنه ورکړل شوې ده.
هغه وویل دا بلنه د سوېډن د عدلیې وزارت او د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د ادارې لخوا په ګډه لېږل شوې او دا یوه «تخنیکي ناسته» ده چې د جنورۍ میاشتې د کابل د ناستې په دوام جوړېږي.
د دغه چارواکي په وینا، دا طرحه د اروپايي ټولنې او شینګین سیمې د ۲۰ هېوادونو په غوښتنه مخې ته وړل کېږي ترڅو له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه همغږي زیاته شي.
