د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۸ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي فورم کې ادعا وکړه چې داعش په بشپړ ډول په افغانستان کې له منځه تللی او نور د دې ډلې له لوري هیڅ ګواښ نشته.

یعقوب مجاهد د یوه مسلکي دفاعي جوړښت د رامنځته کېدو خبره هم وکړه؛ هغه جوړښت چې د ده په خبره کولای شي د هېواد کورنی امنیت پیاوړی کړي او په سیمه ‌ییز ثبات کې رول ولوبوي، خو په دې اړه یې نور جزییات وړاندې نه کړل.

په همدې حال کې، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د دفاع وزیر مرستیال د طالبانو د دفاع له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.