د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېره یوه ورځ کې (یکشنبه، د غبرګولي ۳یمه) پاکستان ۴ زره ۲۳۷ افغان کډوال په اجباري او اختیاري توګه له دغه هېواده ایستلي دي.
د دغه وزارت په وینا، د دې پروسې سره هممهاله ۳۵۵ نور افغان کډوال له ایرانه هم راایستل شوي دي؛ هغه اخراجونه چې ډېری یې په اجباري توګه ترسره کېږي.
دا کډوال د هېواد د دریو لارو، سپین بولدک، په نیمروز کې د ابریشم پُل او د هرات د اسلامقلعه له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) پهدې وروستیو کې ویلي، د روان عیسوي کال د اپرېل له ۲۶مې د مې تر ۹مې نېټې پورې، ۱۱۴ زره ۳۲۱ تنه په اجباري او اختیاري توګه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یاد سازمان پخپل نوي دوه اونیز راپور کې زیاته کړې، پهدې موده کې هېواد ته ۱۴ زره ۷۷۸ کورنۍ داخلې شوې دي، چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د روان کال د مې تر ۹مې پورې، په ټولیزه توګه ۳ میلیونه ۵۰۱ زره ۱۹۳ تنه افغانستان ته راستانه شوي، چې پکې ۴۸۷ زره ۱۲۹ کورنۍ شاملې دي.
