بشري حقوق

طالبانو په کندوز او زابل کې درې تنه په دورو ووهل

د طالبانو له لخوا د تورنو کسانو مجازاتو ته د عامو خلکو را ټولیدنې عکس آرشیف

د طالبانو لخوا د خلکو د بدني مجازاتو په دوام، په کندوز او زابل ولایتونو کې درې تنه د «غلا او لواطت» په تور د عامو خلکو په وړاندې په دورو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د کندوز په قلعه‌زال او د زابل په شاه‌جوی ولسوالیو کې له ۳۰ څخه تر ۳۹ ضربو پورې په دورو وهل شوي او همداراز له یونیم کال څخه تر درېیو کلونو پورې په زندان محکوم شوي دي.

طالبانو ویلي چې دغه تورن کسان یې د دوی د سترې محکمې له تایید وروسته په بدني ډول مجازات کړي دي. په دې وروستیو کې طالبانو د عامو خلکو په وړاندې د وګړو بدني مجازات زیات کړي دي.

د آمو ټلویزیون موندنې چې د طالبانو د سترې محکمې له رسمي اعلامیو څخه اخیستل شوي، ښيي چې په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د طالبانو لخوا پر ۱۱۸۶ کسانو د دورو وهلو حکم پلی شوی دی. په دې ارقامو کې د دغه کال د چنګاښ میاشتې د وروستیو ۱۲ ورځو معلومات شامل نه دي.

د هېواد پر وګړو د طالبانو د دورو وهلو حکم په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، خوست، بدخشان، غور، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، لغمان، کاپیسا، پروان، روزګان، زابل، کنړ، میدان وردګ، غزني، کندوز، بغلان، تخار، بادغیس، فراه، نیمروز، لوګر، جوزجان، هلمند، سرپل، دایکندي او بامیان ولایتونو کې عملي شوی دی.

د طالبانو د محکمې د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د دغه کال په وروستیو اتو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ ښځې د طالبانو لخوا په دورو وهل شوې چې ډېری یې د عامو خلکو په وړاندې وې.

سره له دې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د څلورو ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو لخوا د قصاص د حکمونو شاهدان وو.

 لکه څنګه چې په وروستۍ پېښه کې، یو تن د خوست په ورزشي لوبغالي کې د زرګونو خلکو په وړاندې قصاص شو. د دغه کس د قصاص نندارې ته د ماشومانو په ګډون د خوست زرګونه اوسېدونکي ورغلي وو.

سربېره پر دې، په ۱۴۰۴ کال کې درې تنه په بادغیس، یو تن په فراه او یو بل تن په نیمروز ولایت کې قصاص شوي دي.

په همدې حال کې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د طالبانو د نظام پر وړاندې تبلیغ هم جرم وګڼل شو او طالبانو یو تن په همدې تور په کاپیسا ولایت کې ۳۹ دورې وواهه او په یو کال او ۶ میاشتې زندان یې هم محکوم کړ.