د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا په وزارت کې د مالي فساد له یوې پېچلې قضیې د آمو د موندنو دوام ښیي، چې د دې وزارت دوه نور چارواکي هم له نږدې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

دغه تازه جزییات دوو باخبره سرچینو آمو ته ورکړې دي. د سرچینو په خبره، د وزارت د تدارکاتو مدیر عبدالصمد بشري او د دې وزارت حقوقي سلاکار عمران سادات، د فساد په تور په نامعلوم ځای کې بندیان دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت د دې راپور تر خپرېدو پورې د آمو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.