د ملګرو ملتونو سرمنشي، د دې سازمان امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د پنځلسو ښځو او شپږو انجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او شکنجې ۲۱ پېښې مستندې کړې، چې د جنسي تېري پېښې هم پکې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، دغه پېښې یوازې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې رامنځته شوې دي. په راپور کې راغلي، چې د جنسي تاوتریخوالي، جنسي تېري، ډلهییز جنسي تېري، جبري ودونو او جبري بربنډولو ټولې پېښې طالب چارواکو او د دې ډلې امنیتي ځواکونو ته منسوبې شوې دي.
د دغه راپور موندنې ښيي، چې د جبري ودونو د منع کېدو له اعلان سره سره، طالب چارواکي خپله په دغو ډول ودونو کې ښکېل پاتې شوي دي.
