د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۱۶ – د ۸ بجو خبرونه

پرون د طالبانو د استخباراتو «۰۸» ریاست ځواکونو د دې ډلې د عامې روغتیا د وزیر پر کور چاپه وهلې او د دې وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي یې د اداري فساد په تور نیولي دي.

سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اړوند د معالجوي طب رئیس، د بشري سرچینو رئیس، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې رئیس او د پلان رئیس نیول شوي دي؛ خو د ترانسپورټ آمر او د بریال کاکړ په نامه د عامې روغتیا وزارت د وزیر یو سلاکار له نیول کېدو مخکې تښتېدلي دي.

د آمو ځانګړی راپور د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت کې د مالي فساد ژورې کچې ته اشاره کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، خپل څو خپلوان په دې وزارت کې په دندو ګومارلي چې هر یو یې د فساد په تور تورن دي.

د یادونې ده، چې دغه ځانګړی راپور د آمو د څېړنیزو راپورونو په واحد کې چمتو شوې ده.