بشري حقوق

بېنټ: د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د توجیه وړ نه دی

د افغانستان بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بنټ

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنت، د دغه سازمان د یوې ډلې کارپوهانو د ګډې اعلامیې په بیا خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز یو «ناجایز برید» دی.

هغه په ایکس کې لیکلي چې دا بندیز د ژوند ژغورونکې مرستې کمزورې کوي او دی یې د ملګرو ملتونو له ۲۷ استازو سره یوځای غندي.

ریچارډ بېنټ ټینګار کړی: «دا خورا تبعیضي پالیسي باید سمدستي لغو شي.»

د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو پرون د دغه سازمان دفترونو او ساحو ته د افغان ښځو د ننوتلو د بندیز د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دې چارې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

دغو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول، د ښځو پر حقونو، په ځانګړې توګه د هغوی د کار پر حق مستقیم برید دی او هیڅ کلتوري، مذهبي یا اداري توجیه نه لري.»

هغوی زیاته کړې چې د طالبانو وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ودانیو دروازې کنټرولوي ترڅو د ښځو د ننوتلو مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا اقدام «شرموونکی» بللی دی.

د دوی په وینا، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې، طالبانو په عملي ډول د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو، په ګډون د ښځینه کارکوونکو، قراردادیانو او لیدونکو ننوتل منع کړي دي.

هغوی زیاته کړه چې دا محدودیت د ۲۰۲۱ کال راهیسې د لګول شویو محدودیتونو په دوام دی چې ښځې یې په عامه خدماتو، مدني ټولنه او ډېرو نورو دندو کې له کار کولو بې برخې کړې او د هغوی ټولنیز-اقتصادي وضعیت یې لا خراب کړی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د دې بندیز پایلې «سمدستي او سختې» دي او بشري عملیات او د ژوند ژغورنې خدماتو وړاندې کول، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو په وړاندې، له جدي خطر سره مخ کوي.

هغوی ټینګار وکړ چې ښځې او نجونې د دې محدودیتونو اصلي قربانیانې دي.

یادو کارپوهانو د ملګرو ملتونو له بنسټونو، صندوقونو او پروګرامونو غوښتي چې یو ګډ او پیاوړی دریځ غوره کړي او له غړو هېوادونو یې غوښتي چې د دې محدودیتونو د لغو کولو لپاره ډیپلوماټیک فشارونه راوړي.

دوی وویل: «کله چې ښځې په قصدي او سیستماتیک ډول څنډې ته کېږي، ملګري ملتونه نشي کولی د خپلو ارزښتونو او منشور مطابق عمل وکړي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار وکړ چې د افغان ښځو ملاتړ، په ګډون د دغه سازمان د کارکوونکو، د بشري اقداماتو د ساتنې، له بشري حقونو څخه د دفاع او د افغانستان د راتلونکي د خوندي کولو لپاره اړین دی.