د پاکستان د دفاع وزیر وایي، چې د طالبانو پر وړاندې د دوی پوځي عملیات به د اسلامآباد تر وروستیو اهدافو پورې دوام وکړي.
خواجه محمد آصف، همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دوی د پوځ عملیات تر اوسه بشپړ شوی نه دی او یاد بریدونه پرته له دې چې طالبانو ته پکې وخت ورکړل شي، په پوره ځواک سره دوام لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان پوځ په تېره نږدې یوه میاشت کې د کابل، کندهار، پنجشېر او بلخ په ګډون د هېواد له لسو پر زیاتو ولایتونو بمباري کړې ده.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د دې تازه خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې د هر ډول پوځي برید په وړاندې به ورته ځواب ورکړي.
