د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په خپل نوي اونیز راپور کې ویلي چې د افغانۍ د ثبات، د کورنیو حاصلاتو د رارسېدو او د سوداګریزو دهلېزونو د پرانیستلو له امله، په هېواد کې د لومړنیو خوراکي توکو او سبزیو بیې د تېرې اونۍ په پرتله د راکمېدو په حال کې دي.
راپور ښيي چې د مې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بشپړ ډول ثابت و او یو ډالر په ۶۳.۸ افغانۍ تبادله کېده.
افغانۍ نه یوازې دا چې خپل ثبات ساتلی، بلکې د تېر کال او د تېرو دریو کلونو د اوسط په پرتله لا پیاوړې شوې ده، چې دې کار په کورنیو بازارونو کې د بهرني تورم (قیمتۍ) د اغېزو مخه نیولې ده.
له بلې خوا، بازارونو ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د نویو کرنیزو حاصلاتو رارسېدل او د منځنۍ اسیا او ایران له لارې د سوداګرۍ ښه جریان د دې لامل شوی چې په مارکېټونو کې د توکو عرضه په پوره او ثابته توګه شتون ولري.
پهدې اونۍ کې د تېرو میاشتو د ستونزو برعکس، په ملي کچه د عمده خوراکي توکو په بیو کې یو نرم او مثبت کمښت راغلی دی.
د بېلګې په توګه، دال د تېر کال د همدې اونۍ په پرتله ۱۲ سلنه او ډوډۍ ۴ سلنه ارزانه شوي دي.
همدا راز، بازارونو ته د تازه سبزیو په زیاتېدو سره، د رومیانو په اونیزه بیه کې ۱۸.۵ سلنه او د کچالو په بیه کې ۲.۳ سلنه د پام وړ کمښت ثبت شوی دی.
د تېر کال په پرتله رومیان ۲۰ سلنه او پیاز ۳۵ سلنه ارزانه پلورل کېږي چې دا د عامو ښاریانو لپاره یو ښه خبر دی.
د لوی اختر په درشل کې په ټول هېواد کې د مالدارۍ بازار هم تود شوی و. د تقاضا د زیاتوالي له امله، د یو کلنې مېږې بیه ۶ سلنه لوړه شوې، چې دا بدلون د هېواد د مالدارانو او کوچیانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او عاید ترلاسه کولو لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې د کروندګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو او د څارویو د خوراکي توکو (کنجاړې) بیې په بشپړ ډول ثابتې پاتې شوې دي.
دا مثبت او موسمي کمښت پهدې وروستیو کې د هغو اقتصادي فشارونو وروسته رامنځته کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتو ترمنځ، له پاکستان سره د سوداګریزو پولو د تړل کېدو له امله راپیدا شوي وو او بیې یې لوړې کړې وې.
خو په وروستیو میاشتو کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د نویو سوداګریزو لارو پرانیستل او د هېواد په داخل کې د حاصلاتو راټولول د دې لامل شول چې په کورنیو بازارونو کې د توکو عرضه بېرته زیاته او نرخونه په تدریجي ډول د کنټرول او راکمېدو په لور لاړ شي.
