امنیت

طالبان: په کونړ کې د پاکستان په توپچي برید کې یو تن وژل شوی

عکس از درگیری‌های مرزی طالبان با نیروهای پاکستانی در بخش‌های مرزی. آرشیف

په کونړ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، فریدالله دهقان ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني پوځيانو په توپچي بریدونو کې «یو ملکي وګړی» وژل شوی او درې نور ټپیان دي

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې پاکستاني پوځیانو تېره ماښام د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ پر پاشنګر سیمه ډزې کړې دي، چې یوه مرمۍ پر یوه استوګنیز کور لګېدلې ده

 پاکستاني چارواکو تر اوسه د خپلو پوځیانو د دغو ډزو په اړه څه نه دي ویلي.

دا درېیم برید او نښته ده چې د پاکستان له لوري د یو اړخیز لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې رامنځته کېږي؛ خو د طالبانو په وینا، دا اوربند تر دې وړاندې هم نقض شوی و

تر دې مخکې سرچینو «آمو» ته ویلي وو چې پاکستاني جنګي الوتکو د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو پر قول اردو هم بریدونه کړي وو، چې طالبانو تر اوسه د هغو بریدونو د زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د کابل په ګډون د هېواد پر بېلابېلو برخو د پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه څلورمې اونۍ ته داخل شوي دي

دواړو لورو ادعا کړې چې یو بل ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې، خو دا ارقام په خپلواک ډول نه شي تایید کېدای

 د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې په دغو نښتو کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده