لویدیځه اسیا

رویټرز: پر تهران د اسرائیلو بریدونه او د ټرمپ د سولې خبرې؛ ایا جګړه ختمېږي؟

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

اسرائیلي پوځ او ایراني رسنیو ویلي چې اسرائیلو د چهارشنبې په ورځ د ایران پر پلازمېنه تهران بریدونه کړي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ په حال کې ده او داسې راپورونه شته چې تهران ته د ۱۵ مادو لرونکې یوه طرحه لېږل شوې ده.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په ټیلیګرام کې په یوه پوسټ کې ویلي چې د تهران په ټوله سیمه کې یې پر بنسټونو د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس (اس این این) ویلي چې دا بریدونه په ښار کې پر یوې استوګنیزې سیمې شوي او ژغورونکي ډلې د نړېدلو ودانیو په کنډوالو کې د خلکو په لټه کې دي.

کویټ او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ډرون بریدونو نوې څپې یې شنډې کړې دي، خو دا یې ونه ویل چې دا بریدونه له کومه ځایه شوي وو.

د کویټ د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې ډرون الوتکو د کویټ په نړیوال هوايي ډګر کې د تېلو یو ټانکر ویشتلی چې اور یې لګولی خو چا ته پکې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د تل‌ابیب او کریات شمونه په ګډون یې په اسرائیلو کې پر ځینو سیمو او دغه راز په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو نوې څپې پیل کړې دي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې امریکا د جګړې ختمولو لپاره په «مذاکراتو» بوخته ده، هغې جګړې چې دمخه یې زرګونه کسان وژلي او د تاریخ تر ټولو بد د انرژۍ ټکان یې رامنځته کړی چې په نړۍ کې د تېلو د کمښت او بازارونو د ګډوډۍ لامل شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د ونډو بازارونه پورته شول او د تېلو بیې راټیټې شوې، ځکه داسې راپورونه خپاره شول چې امریکا د یوې میاشتې اوربند په لټه کې ده او ایران ته یې د بحث لپاره ۱۵ ماده ییزه طرحه لېږلې، چې ورسره د فارس خلیج څخه د تېلو د صادراتو د بېرته پیلېدو هیلې پیدا شوې دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې امریکا په ایران کې له «مناسبو خلکو» سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي او زیاته یې کړه چې ایرانیان خپله هم یوې معاملې ته ډېر لېواله دي.

خو د ایران د ځواکمن پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د دوشنبې په ورځ دا ډول راپورونه «جعلي خبرونه» وبلل او رد یې کړل.

نیویارک ټایمز د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې واشنګټن ایران ته په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ ماده ییزه طرحه لېږلې ده.

د اسرائیلو ۱۲م کانال د دریو سرچینو له قوله ویلي چې امریکا د دغې ۱۵ ماده ییزې طرحې په اړه د بحث لپاره د یوې میاشتې اوربند په لټه کې ده.

یوې باوري سرچینې تایید کړه چې امریکا ایران ته یوه طرحه لېږلې خو نور جزیات یې ورنه کړل. اسرائیلي رسنیو ویلي چې په دې طرحه کې د ایران د اټومي پروګرام درول، د حزب‌الله په څېر نیابتي ډلو له ملاتړه لاس اخیستل او د هورمز تنګي بېرته پرانیستل شامل دي.

د امریکا او اسرائیلو پوځونو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران وروسته له هغه بریدونه پیل کړل چې ویې ویل د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو په خبرو کې کافي پرمختګ نه دی شوی، که څه هم منځګړي عمان ویلي وو چې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

له هغه وخت راهیسې، ایران پر هغو هېوادونو بریدونه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د خلیج د انرژۍ پر بنسټونو یې بریدونه کړي او په عملي ډول یې د هورمز تنګی تړلی چې د نړۍ د تېلو او ګازو پنځمه برخه ترې تېرېږي.

د هورمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ د رسولو په تاریخ کې تر ټولو بد بحران رامنځته کړی، د تېلو بیې یې لوړې کړې او نړۍ وال هوايي چلند یې له خنډ سره مخ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ وویل چې دی حاضر دی د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا او ایران د خبرو کوربه توب وکړي.

دا وړاندیز وروسته له هغه وشو چې ټرمپ د ایران د برېښناکوټونو د ویشتلو ګواښ د هغه څه له امله وځنډاوه چې ده «ګټورې» خبرې وبللې.

سره له دې چې د مذاکراتو راپورونه ورکول کېږي، تمه ده چې پنټاګون به منځني ختیځ ته د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي فرقې په زرګونو نور سرتېري واستوي.

دا ځواکونه به له هغو ۵۰ زره امریکايي سرتېرو سره یو ځای شي چې دمخه په سیمه کې مېشت دي او دا به په سیمه کې د واشنګټن پوځي حضور نور هم پیاوړی کړي، چې ورسره د یوې اوږدې جګړې وېرې پیدا شوې دي.