د پاکستان له لوري د څلور ورځني یو اړخیز لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو سره سم، له زابل څخه سرچینو «آمو» ته ویلي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه نښته تېر ماښام ناوخته په شملزو ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو پر استوګنیزو سیمو توپچي بریدونه وکړل.
سرچینې زیاتوي چې دغه نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه؛ خو تر اوسه د اوښتې مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره جزیات نشته. په دغه جګړه کې د هاوان مرمۍ پر یو شمېر کورونو هم لګېدلي دي.
دا د څلور ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې لومړنۍ نښته ده؛ که څه هم طالبانو تر دې وړاندې هم د پاکستان له لوري د اوربند د سرغړونې ادعاوې کړې وې. تر اوسه طالب چارواکو او پاکستاني مقاماتو په رسمي ډول د دې نوې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د هېواد پر بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه، څلورمې اونۍ ته داخل شوي دي.
دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې په دې جګړو کې تر ټولو زیات زیان عامو خلکو (ملکي وګړو) ته اوښتی دی.
