لویدیځه اسیا

اکسیوس: پاکستان، ترکیه او مصر د امریکا او ایران ترمنځ د خبرومنځګړیتوب کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، ده امر کړی چې د ایران د برېښنا پر سټېشنونو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول شي. دا پرېکړه یوازې څو ساعته وړاندې له هغه وشوه چې ټاکل شوی ضرب‌الاجل پای ته رسېده او د جګړې د لا سختېدو وېره وه.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروټ سوشل» کې په یو پوسټ کې زیاته کړه چې امریکا او ایران په تېرو دوو ورځو کې د منځني ختیځ د جګړې د «بشپړ او سرتاسري پای ته رسولو» په اړه «خورا ښې او رغنده» خبرې کړې دي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې

امریکايي رسنۍ «اکسیوس» (Axios) راپور ورکړی چې ترکیې، مصر او پاکستان د سپینې ماڼۍ له استازي سټیو ویټکوف او په جلا توګه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.

د دغې رسنۍ خبریال، باراک راویډ، د یوې ناڅرګندې امریکایي سرچینې له قوله ویلي چې دا خبرې د جګړې پر پای ته رسولو او د ټولو پاتې شخړو پر هواري راڅرخېدې.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کړکېچ کمولو لپاره د ځینو «نوښتونو» یادونه کړې، خو تهران ټینګار کړی چې واشنګټن باید د جګړې د پیلوونکي په توګه په دې خبرو کې مخامخ برخه واخلي. سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې خبرو د منځپانګې یا ځای په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ټرمپ، چې خپله لیکنه یې په لویو انګلیسي تورو کړې وه، ویلي یې دي چې دفاع وزارت ته یې امر کړی تر څو د روانو خبرو د پایلو تر معلومېدو بریدونه وځنډوي. هغه «فاکس بزنس» شبکې ته وویل چې ایران په کلکه غواړي معامله وکړي او ښايي دا هوکړه په پنځو ورځو کې دننه وشي.

د دې خبر له خپرېدو سره سم، د برېنټ خامو تېلو بیه ۱۳ سلنه راښکته شوه او یو بیرل له ۱۰۰ ډالرو هم ښکته شو، خو بېرته پر شاوخوا ۱۰۱.۸۰ ډالرو و درېده. امریکايي سټاک مارکيټونو هم د دې خبر په اورېدو سره ۱.۳ سلنه وده وکړه او خپل پخواني زیانونه یې جبران کړل.

 ټرمپ د شنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د ټولو کښتیو پر مخ خلاص نه کړي، د ایران برېښناکوټونه به له منځه یوسي.

دا ضرب‌الاجل نن دوشنبه پای ته رسېده. بلخوا د ایران سپاه پاسداران هم ګواښ کړی و چې که ټرمپ د ایران پر برېښنايي شبکه برید وکړي، دوی به په اسرائیلو کې د برېښنا سټېشنونه او په خلیج کې د امریکايي اډو ملاتړي مرکزونه په نښه کړي.

 کارپوهان وايي چې د برېښنا پر سټېشنونو بریدونه نه یوازې ایران، بلکې د خلیج ګاونډي هېوادونه هم له سخت ناورین سره مخ کولی شي؛ ځکه د بحرین، قطر، اماراتو او سعودي عربستان د څښاک ډېره برخه اوبه د هغو دستګاوو (Desalination plants) له لارې پاکېږي چې په برېښنا چلېږي.

د نړۍ د انرژۍ ادارې مشر، فاتح بیرول، ویلي چې دا اوسنی بحران د ۱۹۷۰ لسیزې د تېلو له دواړو ټکانونو او د ۲۰۲۲ کال د اوکراین تر جګړې هم بدتر دی. ایران همداراز ګواښ کړی چې که پرې برید وشي، په خلیج کې به سمندري ماینونه وشیندي.

سره له دې چې د خبرو اترو هیلې راټوکېدلې، خو اسرائیلي پوځ نن په تهران کې پر یو شمېر زیربناوو نوي بریدونه کړي دي.

ایراني رسنۍ وايي چې په خرم‌اباد کې د استوګنې پر ودانیو بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. په بوشهر کې هم د هوا پېژندنې پر ادارې برید شوی چې مشر یې وژل شوی دی.

بلخوا د سعودي دفاع وزارت ویلي چې پر ریاض دوه توغندي توغول شوي چې یو یې شنډ شوی او بل یې په یوه دښته کې لګېدلی دی.