لویدیځه اسیا

ټرمپ: په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید غچ به ډير ژر واخیستل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید او همدارنګه له ایران سره د روانې جګړې پر مهال د امریکایي پوځي پرسونل د وژل کېدو غچ به «ژر» روښانه شي.

ټرمپ دا څرګندونې د News Nation له خبریالې «کېلي مایر» سره په ټلیفوني خبرو کې کړي، چې هغې وروسته دا خبرې پر اېکس په یوه پوسټ کې خپرې کړې دي.

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې د سعودي عربستان د دفاع وزارت وویل، په ریاض کې د امریکا سفارت په دوو بې‌ پیلوټه الوتکو په نښه شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، برید په ودانۍ کې د محدودې اور لګېدنې او لږ زیان لامل شوی دی.

مایر پر اېکس لیکلي: «په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید په اړه په خپل لومړي غبرګون کې، ولسمشر ټرمپ ماته وویل، ‘تاسو به ژر پوه شئ’ چې د هغه غچ اخیستونکی اقدام به څه وي».