لویدیځه اسیا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د جګړې د پای وخت او بڼه موږ ټاکو

انځور- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو په درېیمه ورځ ویلي چې دوی به د جګړې د پای وخت او څرنګوالي پرېکړه کوي.

نوموړي پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې دوی دوه لسیزې فرصت درلود ترڅو خپلو پولو ته څېرمه د امریکا د پوځ ماتې وڅېړي او له هغو څخه درسونه زده کړي.

عراقچي زیاته کړې چې د پلازمېنې تهران بمبارول د جګړې د دوام لپاره د ایران پر نظامي وړتیا هېڅ اغېز نه لري.

هغه وایي چې د ایران «نامتمرکز او ګڼ دړې دفاع» دوی ته دا واک ورکوي چې د جګړې پای په خپله وټاکي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسنیو ته ویلي، د ایران نوي مشران له ده سره خبرو ته لېواله دي او ده یې غوښتنه منلې ده.

ټرمپ ویلي چې هغوی باید دا کار ډېر وړاندې کړی وای، خو ډېر انتظار یې وکړ.

پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه درېیمې ورځې ته داخل شوي چې په ترڅ کې یې د توغندیزو او اټومي مرکزونو ترڅنګ، د علي خامنه‌اي په ګډون یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم په نښه شوي دي.

د دې بریدونو په ځواب کې، ایران په کویټ، بحرین، قطر، عمان، اماراتو او سعودي عربستان کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي چې د سیمې د هېوادونو له خوا غندل شوي دي.