د ایران حکومت تایید کړې چې پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پر ټولو پوځي اډو او تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په یوه رسمي بیان کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیلو ټول پوځي مرکزونه د دوی د توغندیو په نښه دي او دا عملیات به د دښمن تر بشپړې ماتې پورې په پرله پسې ډول دوام ولري.
د رارسېدلو راپورونو له مخې، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکز په نښه شوی چې دغه هېواد دا برید د خپل حاکمیت او امنیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
په ورته وخت کې په کویټ کې چې د امریکا د پوځي مرکزي قوماندانۍ مرکز دی، د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په ابوظبي کې د ایراني توغندیو د شنډولو پر مهال لږ تر لږه د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
بلخوا د قطر د دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد په فضا کې یې څو بریدونه کشف او شنډ کړي دي.
د وضعیت د خرابېدو له امله قطر، کویټ او متحده عربي اماراتو خپلې ټولې هوايي پولې تړلې دي.
په ټوله سیمه کې یوازې عمان تر اوسه له دغو بریدونو خوندي پاتې دی، چې تل یې د ایران او نړۍ ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی.
دا بریدونه په داسې حال کې د جګړې لمبې تازه کوي چې تر دې وړاندې په عمان او جنیوا کې د سولې د خبرو اترو هیلې موجودې وې، خو د امریکا او اسرائیلو ننني ګډ برید دا ټولې هڅې له خاورو سره خاورې کړې.
