چینايي دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په کابل کې له خونړۍ چاودنې وروسته، په افغانستان کې د چین سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د «پېچلي او ترینګلي امنیتي وضعیت» له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
سفارت همداراز په افغانستان کې مېشتو چینايي وګړو او شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د سیمه ییزو قوانینو د رعایت ترڅنګ، د خلکو دیني او کلتوري دودونو ته درناوی وکړي، امنیتي بدلونونه په ځیر سره وڅاري او خپل د هوښیارۍ کچه لوړه کړي.
په دې خبرتیا کې د استوګنې او تګ راتګ پر مهال د امنیتي تدابیرو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او له چینایانو غوښتل شوي چې ګڼه ګوڼې لرونکو ځایونو لکه رستورانتونو، بازارونو، مذهبي ځایونو او لویو سوداګریزو مرکزونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د سفارت په وینا، د غیرعادي یا بېړني حالت په صورت کې باید وګړي سمدستي له طالب پولیسو یا د چین له سفارت سره اړیکه ونیسي.
د دوشنبې ورځې چاودنه د کابل په شهرنو کې پر «چینیز نودل» رستورانت وشوه چې د طالبانو د پولیسو په وینا، د یوه چینايي وګړي په ګډون لږ تر لږه اووه کسان پکې ووژل شول.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې چاودنه کې پنځه نور چینایان ټپیان شوي او له طالبانو یې د خپلو وګړو او ګټو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او اعلان یې کړی چې موخه یې په کابل کې د چین وګړي وو.
چین په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړی او د کانونو په استخراج او زیربنايي پروژو کې یې پانګونه کړې ده.
