منځنی ختیځ

امریکا: د پوځي مداخلې له ګواښ وروسته ایران د مذاکراتو غوښتنه کړې

انځور- له ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ده له لوري د پوځي مداخلې له پرله پسې ګواښونو وروسته، د ایران مشرتابه پرون ده ته زنګ وهلی او د مذاکراتو غوښتنه یې کړې ده.

ټرمپ چې په خپله ځانګړې الوتنه کې یې خبرې کولې، وویل چې د یوې کتنې لپاره چمتووالی نیول کېږي، خو خبرداری یې ورکړ چې “ممکن موږ اړ شو چې له دې لیدنې وړاندې اقدام وکړو.” دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د تېرو دوو اونیو راهیسې پراخ لاریونونه روان دي او د بشري حقونو سازمانونو په هېواد کې د یوې “عام وژنې” د پیلېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په ایران کې د بشري حقونو مرکز او په ناروې کې مېشتې نا دولتي موسسې (آی ایچ آر) راپور ورکړی چې د انټرنیټي پرېکون تر سیوري لاندې په سلګونو لاریونوال وژل شوي دي. که څه هم رسمي سرچینو د ۱۹۲ کسانو وژل کېدل تایید کړي، خو ځینې ناتایید شوي راپورونه دا شمېره ان تر ۲۰۰۰ پورې یادوي.

 په خپرو شویو ویډیوګانو کې، چې د فرانس پریس خبري اژانس له خوا تایید شوې، د تهران په سویل “کهریزک” کې د مړو د کڅوړو انبارونه لیدل کېږي چې د مړو ساتنځایونو ته څېرمه ایښودل شوي دي.

په پلازمېنه تهران کې وضعیت ترینګلی ښودل شوی او ښار تر ډېره فلج دی. د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د غوښې بیې دوه برابره لوړې شوي او دوکانداران اړ دي چې د مازدیګر له ۴ بجو وروسته خپل کاروبارونه بند کړي، ځکه په دغه وخت کې امنیتي ځواکونه په پراخه کچه په سړکونو کې ځای پر ځای کېږي. سره له دې، په “پونک” سیمه کې لاریونوالو یو ځل بیا د پخواني پاچاهۍ نظام په ملاتړ شعارونه ورکړي دي.

 بلخوا، د ایران د پخواني شاه زوی، رضا پهلوي له امریکا څخه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ډیموکراتیک لېږد لپاره بېرته هېواد ته ستنېدو ته چمتو دی او پر امنیتي ځواکونو یې غږ کړی چې د حکومت پر ځای له ولس سره ودرېږي.

ایراني چارواکو که څه هم په هېواد کې د امنیتي ځواکونو په ګډون د وژل شویو کسانو لپاره درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی، خو ولسمشر مسعود پزشکیان له خلکو غوښتي چې نن د دوشنبې په ورځ د “ملي مقاومت” په لاریون کې د حکومت په ملاتړ ګډون وکړي.

 په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د امریکا پوځي اډې او کښتۍ “مشروع هدفونه” بللي او ویلي یې دي چې د امریکا هر ډول مداخلې ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

دا اعتراضونه چې په پیل کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شول، اوس د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د ایران د مذهبي نظام لپاره تر ټولو لویه ننګونه بلل کېږي، چې د تېر کال د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له امله د رامنځته شوي فشار په دوام لا پسې تېز شوي دي.