امنیت

سرچینې: تخار کې د سرو زرو پر کان په نښته کې ۶ تنه ووژل شول

انځور- ارشیف څخه تخار

په تخار کې ځايي سرچینو آمو ته ویلي دي چې د دغه ولایت د «چاه‌اب» ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو یو ځل بیا د سرو زرو پر یوه کان له طالب ځواکونو سره نښته وکړه.

د دغو سرچینو په وینا، د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو اړوند د سرو زرو د استخراج د یوه شرکت د کارمندانو ترمنځ په نښته کې تر اوسه پورې پنځه تنه ځايي اوسېدونکي او د شرکت یو کارمند وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د چاپېریال ساتنې د تخریب، کرنیزو ځمکو ته د زیان رسېدو او د ځايي خلکو له ونډې پرته د کان استخراج له امله ولسي اعتراضونه د جمعې ورځې راهیسې پیل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د «سمتي لومړي بلاک» په سیمه کې د کانونو د استخراج ځینې برخې کلا بندې کړې دي.

د سرچینو په وینا، اعتراض کوونکو د سرو زرو د استخراج څو شرکتونه نیولي او د هغوی تجهیزات او خیمې یې سوځولې دي.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.