د ایران مذهبي مشر د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې «بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي». دا څرګندونې د هغو لاریونونو له یوې اوونۍ وروسته کېږي چې انګیرل کیږي د اسلامي جمهوري نظام پر ضد پیل شوي دي، او ښايي امنیتي ځواکونو ته د مظاهرو د سخت ځپلو لپاره «شین څراغ» وي.
د ۸۶ کلن ایت الله علي خامنه يي دا لومړنۍ څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ایران د خراب اقتصادي وضعیت له امله په رامنځته شویو تاوتریخوالو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
د لاریونونو د درېدو نښې نه ښکاري او دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړی و چې که تهران «سوله ییز لاریون کوونکي و ځپي»، نو متحده ایالات به «د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي».
که څه هم لا تر اوسه معلومه نه ده چې ټرمپ به څنګه او ایا مداخله وکړي، خو د هغه څرګندونو د مذهبي حکومت د چارواکو غوسه پارولې او هغوی ګواښ کړی چې په منځني ختیځ کې به امریکايي سرتېري په نښه کړي.
دا ګواښونه وروسته له هغه لا مهم شول چې ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، امریکايي پوځیانو د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو نیولی، چې د تهران یو پخوانی او نږدې متحد دی.
دا لاریونونه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په ایران کې تر ټولو لوی لاریونونه بلل کېږي؛ هغه مهال د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینې په ټول هېواد کې مظاهرې پارولې وې. خو اوسني لاریونونه لا د هغې کچې او شدت ته نه دي رسېدلي چې د امیني د مړینې پر مهال لیدل شوي وو، هغه چې د حجاب د نه مراعاتولو له امله نیول شوې وه.
خامنه يي په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، چې دولتي تلویزیون خپره کړه، هڅه وکړه چې د ریال د ارزښت د لوېدو له امله د عامو خلکو اندېښنې له هغو کسانو جلا کړي چې ده «بلواګر» وبلل.
خامنه يي وویل، موږ له معترضینو سره خبرې کوو، چارواکي باید له هغوی سره خبرې وکړي، خو له بلواګرو سره خبرې هېڅ ګټه نه لري، بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.
هغه یو ځل بیا د ایران د نورو چارواکو په څېر ادعا وکړه چې د لاریونونو تر شا د اسرائیلو او امریکا په څېر بهرني قدرتونه دي، خو د دې خبرې لپاره یې کوم سند وړاندې نه کړ.
هغه دغه راز د ریال د لوېدو پړه پر «دښمن» واچوله او ویې ویل، یو شمېر کسان چې د دښمن له خوا ګمارل شوي، د کسبګرو او هټیوالو تر شا ولاړ دي او د اسلام، ایران او اسلامي جمهوریت پر ضد شعارونه ورکوي؛ دا هغه څه دي چې ډېر اهمیت لري.
د شنبې تر سهاره په تاوتریخوالي کې د شپږو کسانو وژل کېدو دا کړکېچ یوې نوې کچې ته رسولی دی. په قُم کې، چې د شیعه ګانو د مذهبي مدرسو مرکز دی، یو لاسي بم چاودلی چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.امنیتي چارواکو ادعا کړې چې دغه کس غوښتل پر خلکو برید وکړي.
بل لور ته، د «هرسین» ښارګوټي کې د «بسیج» ځواکونو یو غړی په ډزو او د چاقو په برید کې وژل شوی دی.
د بشري حقونو فعالانو خبري اژانس «هرانا» ویلي چې دا مظاهرې د ایران په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۰۰ څخه ډېرو ځایونو ته غځېدلې دي.
که څه هم د ولسمشر مسعود پزشکیان اصلاح غوښتونکی حکومت هڅه کوي وښيي چې له لاریون کوونکو سره خبرو ته چمتو دی، خو هغه منلې چې د ریال د لوېدو په وړاندې ډېر څه نه شي کولای.
دا لاریونونه چې ریښه یې په اقتصادي ستونزو کې ده، اوس پکې د نظام پر ضد شعارونه هم ورکول کېږي. تهران په داسې حال کې د خپل اقتصاد په سمولو کې پاتې راغلی چې د جون په میاشت کې یې له اسرائیلو سره جګړه وکړه او امریکا یې په هېواد کې دننه اټومي سایټونه بمبار کړل.
ایران په دې وروستیو کې ویلي و چې د یورانیمو بډایه کول یې بند کړي ترڅو لویدیځ ته د مذاکراتو نښه ورکړي، خو تر اوسه دا خبرې نه دي شوي، ځکه ټرمپ او بنیامین نتانیاهو دواړو تهران ته د اټومي پروګرام د بیا پیل په اړه سخت خبرداری ورکړی دی.
