نړۍ

رویټرز: د وینزویلا پر پلازمېنې کاراکاس برید شوی

انځور- د وینزویلا رسنیو څخه

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نن شنبه د مرغومي په ۱۳مه سهار وختي د وینزویلا پلازمېنه “کاراکاس” تر بریدونو لاندې راغلې ده.

دغه اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې نن سهار په کاراکاس کې د الوتکو غږونه، درنې چاودنې او د لوګیو لږ تر لږه یوه لویه لړۍ لیدل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دغه ښار سویلي سیمه چې یوې لویې پوځي اډې ته نږدې ده، دا مهال برېښنا نه لري.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې په وار وار په وینزویلا کې د ځمکنیو عملیاتو خبره کړې وه.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې امریکا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشار راوړلو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.

په دغو هڅو کې سخت بندیزونه، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو کښتیو تر ۲۴ ډېر بریدونه شامل دي چې ګمان کېده په ارام سمندر او کارایب سمندرګي کې د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکیلې وې.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) تر اوسه د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.