نړۍ

ترکیه کې زرګونو کسانو د بلال اردوغان په مشرۍ د غزې په ملاتړ لاریون وکړ

انځور- انادولو خبري اژانس

د نوي کال د لومړۍ ورځې په سهار، د ترکیې په استانبول ښار کې یو تاریخي او بې‌سارې لاریون ترسره شو. د راپورونو له مخې، تر پنځه لکه زیات کسان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د زوی او د “علیم یایما” بنسټ د مشر، بلال اردوغان په مشرۍ د “ګالاټا” تاریخي پله ته راټول شوي وو، ترڅو په غزه کې د روانې نسل وژنې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

د العربیه د راپور له مخې دا لاریون چې د “انساني یووالي” او “ملي ارادې پلیټ فارم” تر چتر لاندې د ۴۰۰ څخه زیاتو مدني ټولنو لخوا تنظیم شوی و، د “موږ به چوپ نه شو، موږ به فلسطین هېر نه کړو” تر شعار لاندې پیل شو.

لاریونوالو د سهار له لمانځه وروسته د ایاصوفیه، سلطان احمد، فاتح او سلیمانيې جوماتونو څخه د ګالاټا پله په لور پلی یون وکړ. د سړې هوا او تر صفر لاندې تودوخې سره سره، د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې د پله شاوخوا ټولې لارې بندې شوې وې.

بلال اردوغان، چې د دغه لاریون یو له اصلي تنظیموونکو او ویناوالو څخه و، خلکو ته په خپله وینا کې وویل: “موږ نن دلته په ۲۰۲۶ کال کې یو ځل بیا د فلسطین د ازادۍ غږ تازه کوو. هغه څه چې په غزه کې روان دي، یوازې جګړه نه ده، بلکې د نړۍ د اخلاقي نظام سقوط دی.”

نوموړي د بوسنیا د مشهور مشر، علي عزت بیګوویچ دا خبره هم راواخیسته چې: “هېره شوې نسل وژنه بیا تکرارېږي، نو ځکه موږ باید غزه هېره نه کړو.” ده زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په غزه کې تر ۷۰ زره زیات ملکي وګړي او ۲۰ زره ماشومان وژل شوي دي.

په دغه لاریون کې د ترکیې د عدلیې، روغتیا، سوداګرۍ، کرنې او ترانسپورت د وزیرانو په ګډون یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، والیانو او د مشهورو فوټبال کلبونو (لکه ګالاتاسرای او بشیکتاش) مشرانو هم ګډون کړی و.

د مراسمو پر مهال، د فلسطیني کارټونیسټ، ناجي العلي مشهور سمبول “حنظله” یو لوی انځور هم د پله په څنډه کې ځړول شوی و.

د لاریون په جریان کې، د نړۍ مشهور لبنانۍ سندرغاړي ماهر زین هم خپله سندره “ازاد فلسطین” (Free Palestine) په ژوندۍ بڼه وړاندې کړه، چې لاریونوالو ورسره یوځای شعارونه ورکول.

لاریونوالو په انګلیسي او ترکي ژبو لوی بینرونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: “په غزه کې نسل وژنه بنده کړئ” او “قاتل اسرائیل به حساب ورکوي.”

ترکیه په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په غزه کې یې د اکتوبر د ۱۰مې نېټې د نازک اوربند په رامنځته کولو کې مرسته کړې وه، خو لاریونوالو ټینګار وکړ چې دا اوربند د اسرائیلي بریدونو مخه نه ده نیولې او د اوربند له پیل راهیسې لا هم هره ورځ فلسطینیان وژل کېږي.