د طالبانو لهخوا د بدني مجازاتو د دوام په لړ کې، د دوی سترې محکمې ويلي، چې نن (دوشنبه، د جدي ۸مه) يې په پروان ولايت کې يو سړی او يوه ښځه د «بدون له واده د اړيکې» په تور د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې خبر په اساس، ياد کسان تر دې وړاندې پروان ولایت د سيدخېل ولسوالۍ د ابتدايي محکمې لهخوا پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ درو محکوم شوي وو، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې تر تأييد وروسته عملي شوی دی.
د خپرې شوې اعلاميې پر بنسټ، دا سزا د طالبانو د ځايي چارواکو، د قضايي او امنيتي مسوولينو، د يو شمېر علماوو او خلکو په حضور کې تطبيق شوې ده.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهيسې بدني مجازات په علني ډول عملي کړي دي؛ چې دا اقدام په پرلهپسې ډول د بشري حقونو د بنسټونو او نړيوالې ټولنې لهخوا د بشري حقونو د سرغړونې له امله له نیوکو سره مخ دی.
د طالبانو د سترې محکمې د اعلاميو له مخې، په قوس مياشت کې د مخکنۍ مياشتې په پرتله پر افغانانو د دورو وهلو کچه ۴۷ سلنه زياته شوې ده.
يوازې په يوه مياشت کې ۶۵ کسان په کابل کې د طالبانو لهخوا په دورو وهل شوي دي.
د شمېرو له مخې، کابل له ۶۵ کسانو، خوست له ۳۴ کسانو او تخار له ۱۰ پېښو سره، د دورو وهلو تر ټولو لوړ ارقام لري.
په عام محضر کې دا سزاګانې د هغو پرلهپسې بدني مجازاتو برخه ده، چې طالبان يې د ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګست له مياشتې راهيسې، واک ته له رسېدو وروسته، پر افغانانو عملي کوي.
