د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ، په ايران کې د پخوانيو پوځي چارواکو جنرال اکرامالدين سريع او محمدامين الماس د وژل کېدو په اړه د يوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی، چې د دې پېښې عاملان بايد وپېژندل شي اوقانون ته وسپارل شي.
ښاغلي بېنټ ويلي، چې د اکرامالدين سريع او محمدامين الماس د وژل کېدو له امله «ژوره اندېښنه» لري.
نوموړي په اېکس (پخواني ټويټر) کې په يوه خپره کړې اعلاميه کې ليکلي: «دا جنايتونه بايد په خپلواکه توګه وڅېړل شي او عاملان يې وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.»
له دې سره، د افغانستان د ډيپلوماټيکو او قنسولي استازولیو د همغږۍ شورا هم د دې قتل په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې د هدفي بريدونو د زياتېدو په اړه يې خبر ورکړی دی.
اکرامالدين سريع د تېر حکومت پر مهال په يو شمېر ولايتونو، لکه نورستان، بغلان او تخار کې د پوليسو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه او د تېر حکومت تر سقوط لږه موده وړاندې يې هم وروستۍ دنده لرله.
نوموړی له افغانستان تر وتلو وروسته ايران ته تللی و او د نږدې کسانو په وينا، هلته يې له يو شمېر پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو سره د اسنادو او استوګنې په چارو کې مرسته کوله.
په همدې حال کې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي، چې د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
