امنیت

متفي: ((مغرضې کړۍ)) له تاجکستان سره زموږ د اړیکو د خرابولو په هڅه کې دي

انځور- له ارشیف څخه د طالبانو د بهرنوی چارو وزیر

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې، پر افغانستان د سرو لښکرو د تېري د ۴۶مې کلیزې (د مرغومې ۶مې) په مناسبت یوې ناستې ته په وینا کې ادعا وکړه، چې «مغرضې کړۍ» له تاجکستان سره د طالبانو د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي او غواړي فضا ناامنه وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې، چې تاجک چارواکو هغوی «ترهګر» بللي، د دغه هېواد دوه سرحدي ساتونکي ووژل شول. د تاجکستاني چارواکو په وینا، په دې پېښه کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې یادې پېښې ته په اشارې وویل، چې په دې اړه یې «جدي څېړنې» پیل کړې دي. هغه وویل: «موږ د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره اړیکه نیولې او په ګډه کار کوو ترڅو د داسې پېښو مخه ونیول شي.»

نوموړي همداراز له پاکستان سره وروستیو جنجالونو ته په اشارې زیاته کړه، چې طالبان چا ته د زیان رسولو اراده نه لري او د بل چا له لوري هم زیان رسول نه مني.

امیرخان متقي وویل: «لکه څنګه چې د خپل هېواد د حریم او ارزښتونو د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو؛ د مذاکراتو پر میز مو هم غوره استدلال وړاندې کړی دی. نه غواړو نور افغانستان د لویو هېوادونو د منفي سیالیو په ډګر بدل شي؛ بلکې غواړو افغانستان د اقتصاد او اتصال ډګر وي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «مسایل د خبرو اترو له لارې هواروو؛ په دې شرط چې مقابل لوری هم نیک نیت او د خبرو له لارې د ستونزو د هواري اراده ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان او افغانستان پر پوله له نښتې او د دوو سرحدي ساتونکو له وژل کېدو وروسته، تاجک چارواکو ویلي چې له طالبانو یې غوښتي چې په رسمي ډول بښنه وغواړي او د پولې په اوږدو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې په حواله مخکې راپور ورکړی و، چې دا پېښه د سې شنبې په ماښام، د مرغومي په ۲مه د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې شوې ده.

د تاجکستان د چارواکو په وینا، درې وسله وال کسان چې هغوی د «یوې ترهګرې ډلې غړي» معرفي کړي، په ناقانونه توګه د افغانستان له خاورې دغه هېواد ته داخل شوي وو.

د رسمي بیانیې پر بنسټ، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د بلې ورځې په سهار د دغو کسانو د شتون ځای وپېژانده او د عملیاتو پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

تاجک چارواکو وویل چې دغو کسانو پر یوې سرحدي پوستې د برید هوډ درلود او له پېژندل کېدو وروسته یې وسله وال مقاومت وکړ.

په دې نښته کې درې واړه وسله وال ووژل شول او د چارواکو په وینا، له سیمې یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي. د دې پېښې پر مهال د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري هم وژل شوي دي.