سیاست

له شوروي اشغاله تر ننۍ انزوا؛ د طالبانود ادعاوو او واقعیتونو تضاد

انځور- د حیرتان پر پله د سرو لښکرو ځواکونه

طالبان وايي۴۶ کاله وړاندې د مرغومي په شپږمه، د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې د کابل په فضا کې راښکته شوې، ترڅو د خپلو اېډیالوژیکو موخو لپاره د افغانستان جغرافیا لاندې کړي.

 نن چې نږدې نیمه پېړۍ له دغې پېښې تېرېږي، په کابل کې واکمن نظام (طالبانو) د یوې حماسي اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د “زبرځواکونو د ماتې” د پیل په توګه نمانځلې ده.

خو د چارو د شنونکو په باور د تاریخ په دغه مقطع کې یوه بنسټیزه پوښتنه راپورته کېږي: ایا هغه ولس چې د دریو امپراتوریو په ماتولو کې یې نړۍ ته د “استقامت درس” ورکړ، نن د خپلواکۍ او هوساینې له رښتینې مېوې برخمن دی؟

د طالبانو امارت په خپله اعلامیه کې په تېره یوه پېړۍ کې د انګرېز، شوروي او ناټو ماتې د افغانانو د نه ماتېدونکې ارادې ثبوت بللی، خو شنونکي وايي، چې د دغې ادعا تر شا یو بې سارې تاریخي تضاد پروت دی.

دچارو شنونکي زیاتوي، طالبان په داسې حال کې د شوروي یرغل غندي چې نن یې د ډیپلوماټیکې بقا او مشروعیت تر ټولو لویه هیله کټ مټ له هماغه مسکو (روسیې) سره تړلې ده.

شنونکي وړاندې وايي دا یو لوی “پاراډوکس” دی؛ هماغه پرونۍ اشغالګره روسیه نن یوازینی هېواد دی چې د طالبانو د انزوا د ماتولو لپاره یې هغوی له خپل ‘تور لېست’ څخه ایستلي او په غیررسمي توګه یې د هغوی په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړې ده.

له بل پلوه منتقدان پوښتنه کوي چې ایا د پرونۍ امپراتورۍ پر ماتولو ویاړ او نن د هغې پر ځای ناستې (روسیې) ته لاس اوږدول، د طالبانو په شعارونو کې د تناقض نښه نه ده؟

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د شوروي اشغال میلیونونه افغانان ووژل او هجرت ته یې اړ کړل. مګر د افغان ولس په باور تضاد دا دی چې نن هم، د څلور کلن امنیت او د طالبانو په وینا د “بشپړې ازادۍ” په سیوري کې، د افغانانو د تېښتې او هجرت لړۍ نه ده درېدلې.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد، هدایي وايي: «د اقتصادي بحران ترڅنګ، د ټولنیزو او تعلیمي محدودیتونو فشار زرګونه متخصصین او ځوان افغانان دې ته اړ کړي چې د هېواد پر ځای په پردیو ملکونو کې مسافري غوره کړي.»

نوموړی زیاتوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل هغه توره نقطه ده چې د طالبانو د “ارزښتونو ساتنې” ادعا یې په کور دننه او بهر تر سختو پوښتنو لاندې راوستې ده.

اعلامیه پر ولس غږ کوي چې د خپل نظام او حریم دفاع ته چمتو واوسي، خو په کابل ښار کې د ولس پوښتنه دا ده: “کومه دفاع؟ او د چا لپاره؟” منتقدان استدلال کوي چې یو نظام هغه وخت د خلکو په زړونو کې ريښه ځغلولی شي چې د هغوی د اساسي حقوقو لکه کار، تعلیم او عدالت ضامن وي.

د هغوی په باور، هغه ولس چې پرون یې د سرو لښکرو ټانکونه په خالي لاسونو تم کړل، نن په داسې حال کې د خپلې بریا جشن نمانځي چې دسترخوان یې خالي او د اولادونو راتلونکی یې تیاره دی.

که څه هم د جدې شپږمه د بهرني استکبار د ماتې یوه مهمه نښه ده، خو د طالبانو وروستۍ اعلامیه ښيي چې هغوی لا هم د افغانستان د ستونزو حل یوازې په نظامي ادبیاتو کې لټوي. افغانستان نن تر بل هر وخت ډېر کورني وفاق، نړیوال تعامل او ټولنیز عدالت ته اړتیا لري. تر هغو چې د هېواد د ننني بحران ځواب پیدا نشي، د تېرو امپراتوریو د ماتولو ویاړ به د یوه تږي ملت لپاره یوازې یو بې رنګه شعار پاتې وي.