د یوویشتمې پیړي یو له سترو ننگونه چې بشریت او د هغه ژوند گواښوې ؛ د اقلیم بدلونونه دي .
سره له دې چې د چاپیریال تهدید د صنعتي انقلاب سره په نولسمۍ پیړي کې ؛ په تیره بیا دډبرو د سکرو له کارونۍ سره پیل کیږي ، او له هغه وروسته په صنعتي تولید کې د انرژې د بیلابیلو موادو کارونه ؛ په ټوله کې چاپیریال او اقلیم ته په تدریج سره په ستر گواښ بدل شو ، خو د شلمې پیړي په وروستیو کالونو او په تیره بیا په یوویشتمه پیړي کې ، د بشر د نه پاملرنې له وجې ؛ د اقلیم چټک بدلون د یوه پیچیلې او له خطره ډک واقعیت په توگه برسیره شو .
د نورو ټولنیزو ، اقتصادي او فرهنگي تهدیداتو تر څنگ چې د اقلیمي بدلونونو له درکه انسان او په ټوله کې طبیعت گواښ وی ؛ دغه بدلونونه د بشر اساسي او بنسټیزو حقوقو ته هم ستر گواښ او ننگونه گڼل کیږی ، چې په دی هکله یي د بشر د حقوقو اړونده سازمانونه ، دولتونه او د بشر د حقوقو فعالان ؛ یي اندیښمن کړي دې .
پوښتنه داده چې ؛ د اقلیم بدلونونه د بشر کوم حقونه گواښ وی ؟
د دی پوښتنې ځواب. به لاندنیو ټکو کې په لنډه توگه تر نظر تیر کړو :
۱ -د ژوند حق : د ژوند حق ؛ چې د بشر بنسټیز او اصلي حق دی ، د اقلیم بدلونونه په دغو ټکو کې ورته گواښ گڼل کیږی :
- د طبیعي حوادثو زیاتوالي او د مړینو د شمیرل زیاتوالي : طبیعی حواداث لکه سیلاب ، طوفان ، وچکالې ، د وژنکو تودوخو څپې او په ځنگلونو کې د پراخو اور لگیدونه پیښې.دا ټول افتونه په مستقیم او غیر مستقیمه توگه د ژوند حق گواښ وی .
- د اوبو او خوړو کموالې او د قحطي گواښ : د ځمکې تودوخي ؛ د اوبو د سرچینو د وچوالې او کمښت سبب گرځیدلي او په دي توگه د کرهنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په وړاندې گواښ دی ، چې دا حالت په یقیني توگه د انسان ، حیوان او نبات ژوند ته په لوی گواښ بدل شوی دی .
- ناروغۍ : د ځمکې لوندوالې او مرطوبیت د دی سبب شوی چې ډول ډول امراضو لکه ملاریا ، دنگي تبه او تنفسی ناروغې په لوړه کچه ډیر شي ، چې په بالفعله توگه د میلیونو انسانانو ژوند گواښوی .
- د طبیعي ژوندانه د چاپیریال تخریب : د اکوسیستم ( دځنگلونو ، اوبو او خاورې ) تدریجې تخریب او ورانول انساني ژوندانه ته په یوه بلا بدله شوی ده .
۲- د روغتیا حق : اقلیمي بدلونونه په روانی او فزیکي ( بدنی ) توگه ، د ژوند حق تهدیدوي ؛ په دی مانا چې :
په بدني توگه : د هوا تودوخې ، د طبیعي حوادثو زیاتوالې او د هوا ککړتیا ، د ډیرو نارغیو سبب پیژندل کیږی ، چې په مستقیمه توگه د اقلیمی بدلون په پایله کې یي کچه مخ په لوړیدو ده ، چې په مستقیمه توگه دسلامتیا حق گواښوی .
په روانی توگه : اقلیمي تغییر برسیره پر دی چې په یوه دردونکې روانی ډار بدل شوی ؛ د هغه برسیره د اقلیم بدلون د ارواپوهانو له نظره د ژور خپگان لامل هم پیژندل کیږی .
۳-د اوبو او خوړو حق : دا حق د بشر د حقوقو د نړیوالو اسنادو له مخې عبارت دی : د انسان لاس رسې بشپړ ، سالم ، مغذی او تلپانې خوړو او اوبو ته دی .
د اقلیمې بدلونو په پایله کې دغه حق ته دا گواښونه متوجه دي : سوء تغذیه ، قحطی ، د ویتامینونو کموالې او د مکمله او دومدارو خوړو او اوبو د نشتوالې له امله د ډول ډول نارغیو رامنځ ته کیدل ، چې په دی توگه د انسان دغه حق او نور اړوند حقوق گواښوی .
۴ – د سالم چاپیریال د حق درلودل : د اقلیمې بدلونونو سره جوخت ؛ د سالم چاپیریال د حق درلودل چې یو دبشری حقونو څخه دي هم له گواښ سره مخ دی . د ناسالم چاپیریال په شتون کې دغه حقوق له گواښ او ننگونۍ سره مخ دي : د ژوند حق ، د روغتیا او سلامتیا حق ، د خوړو حق ، د پاکو او سالمو اوبو او خوړو حق او د مسکن او میشت حق .
۵ – د اقلیمي مهاجرت حق : دا حق په دی مانا دی چې د اقلیمي بدلونونه سره چې اوس یي پر نړي سیورې خپور کړی ، هغه وگړی چې د دغو بدلونونو په پایله کې یي د ژوند سالم چاپیریال ژوند کولو ته مناسب نه وی ، کولای شی سالمو سیمو ته کډه وکړی ، خو په نړی کې د اقلیمي بدلونونو چټک تغییر ، د انسان دا حق یي هم له گواښ سره مخامخ کړی دی
پوهاند نصرالله ستانکزی د کابل پوهنتون استاد او په جمهوري نظام کې د ولسمشر د حقوقي چارو سلاکار وو.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېبسایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.
