امنیت

د طالبانو د مذاکرتي پلاوي غړی: لکه څنګه چې د پاکستان د کورنیو جګړو د تائید حق نه لرو، دغسې یې د تردید حق هم نه لرو

رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او له پاکستان سره د طالبانو د مذاکرتي پلاوي غړی رحمت‌الله نجیب، په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې لکه څنګه چې د پاکستان د کورنیو جګړو د تائید حق نه لرو، دغسې یې د تردید حق هم نه لرو.

نوموړي وویل چې پاکستان غوښتنه کړې وه، طالبان دې د هغو جګړو پر ضد فتوا ورکړي چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې روانې دي او هغه دې «ناروا» وبولي؛ خو رحمت‌الله نجیب وویل چې طالبان «د دې موضوع په اړه د فتوا ورکولو صلاحیت نه لري» او دا حق نه لري چې د پاکستان د جګړو په اړه پرېکړه وکړي چې هغه تائید کړي که رد.

نجیب وویل، د استانبول په خبرو اترو کې د پاکستان له لوري یوه مهمه غوښتنه دا وه چې د تحریک طالبان پاکستان غړي او د هغوی کورنۍ افغانستان ته ولېږدول شي.

رحمت‌الله نجیب وویل: «که تاسې هغوی ترهګر بولئ او موږ یې افغانستان ته راولو، وروسته به تل ووایئ چې امارت اسلامي د ترهګرو ملاتړ کوي.» او همدا کار به د ثبوت په توګه وړاندې کوئ. هغه زیاته کړه: «موږ نه د پاکستان د حکومت پر وړاندې بد نیت لرو او نه د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې، دا د پاکستان کورني معاملات دي او په مونږ پورې هیڅ اړه نه لري.»

د طالبانو دغه چارواکي وویل، د پاکستان بله غوښتنه دا وه چې دواړه لوري خپلې مخالفې ډلې، چې د دواړو هېوادونو پر ډیورنډ کرښه مېشتې دي، کنټرول کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د سپټمبر میاشتې په راپور کې ویلي، شاوخوا ۶۰۰۰ د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان په خاوره کې شتون لري، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

یاده دې وي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له اته ورځو نښتو وروسته، دواړو لورو درې پړاوونه خبرې اترې د قطر په دوحه او د ترکیې په استانبول کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره کړي دي.

دواړو لورو د دوحې د خبرو لومړی پړاو د لنډمهالي اوربند په لاسلیک سره پای ته ورسولو، خو د استانبول وروستۍ دوې ناستې پرته له کومې هوکړې یا نتیجې ختمې شوې.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ترکیې د استخباراتي او امنیتي چارواکو یو پلاوی روانه اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د دوام په اړه بحثونه ترسره کړي.