نړۍ

عراقچي: امریکا د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد او د هستوي وسلو د خپرېدلو اصلي عامل ده


د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي، امريکا د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد او د هستوي وسلو د خپرېدو اصلي عامل دی.

عراقچي دا څرګندونې پرون پنجشنبه (د لړم ۸مه، ۱۴۰۴) په يو ټويټ کې وکړې، چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د هستوي وسلو د بيا ازموينو د پيل حکم ته يې غبرګون وښود.

نوموړي وويل، متحده ايالات چې خپل «دفاع وزارت» يې د «جګړې وزارت» په نوم بدل کړی، د زور او هستوي وسلو په وسيله يو ځل بيا د وسلو ازموينې پيلوي.

عراقچي زياته کړه، دا هماغه هېواد دی چې د ايران سوله‌ييز هستوي پروګرام خطرناک بولي او د نړيوالو تړونونو له مخې تر څار لاندې تاسيساتو باندې د بريد ګواښونه کوي. نوموړي دا کړنې د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وبلله.

د ايران د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه، «د هستوي وسلو د بيا ازموينو اعلان يو غيرمسئولانه او شاتګپال اقدام دی چې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.»

عراقچي په پای کې وويل، نړۍ بايد په يو غږ متحده ايالات د داسې وژونکو وسلو د خپرېدو د عادي کولو له امله مسئول وبولي.