د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي، امريکا د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد او د هستوي وسلو د خپرېدو اصلي عامل دی.
عراقچي دا څرګندونې پرون پنجشنبه (د لړم ۸مه، ۱۴۰۴) په يو ټويټ کې وکړې، چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د هستوي وسلو د بيا ازموينو د پيل حکم ته يې غبرګون وښود.
نوموړي وويل، متحده ايالات چې خپل «دفاع وزارت» يې د «جګړې وزارت» په نوم بدل کړی، د زور او هستوي وسلو په وسيله يو ځل بيا د وسلو ازموينې پيلوي.
عراقچي زياته کړه، دا هماغه هېواد دی چې د ايران سولهييز هستوي پروګرام خطرناک بولي او د نړيوالو تړونونو له مخې تر څار لاندې تاسيساتو باندې د بريد ګواښونه کوي. نوموړي دا کړنې د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وبلله.
د ايران د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه، «د هستوي وسلو د بيا ازموينو اعلان يو غيرمسئولانه او شاتګپال اقدام دی چې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.»
عراقچي په پای کې وويل، نړۍ بايد په يو غږ متحده ايالات د داسې وژونکو وسلو د خپرېدو د عادي کولو له امله مسئول وبولي.
