نړۍ

ټرمپ: سویلي کوریا ته مې د اټومي انرژۍ په مرسته د اوبتل جوړولو اجازه ورکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سویلي کوریا ته یې اجازه ورکړې چې د اټومي انرژۍ په مرسته اوبتلونه جوړ کړي. دا پرېکړه، چې د نړۍ د محدودو هېوادونو ځانګړي ټکنالوژیکي کلب ته د سویلي کوریا د ننوتلو مانا لري، د ټرمپ له‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې اعلان شوه.

ټرمپ ویلي، دا اوبتل به په فلاډیلفیا ښار کې جوړېږي، چیرې چې سویلي کوریايي شرکتونو خپلې پانګونې زیاتې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې د دې پرېکړې ترڅنګ سویلي کوریا له امریکا څخه د نفت او طبیعي ګازو لویې کچې پېرلو ته هم ژمنه ده.

ټرمپ دا اعلان د سویلي کوریا له ولسمشر لي جې مایونګ سره له لیدنې وروسته وکړ. دواړو مشرانو د نوې سوداګریزې هوکړې جزییات هم نهایي کړل، او لی جي له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چې د اټومي سون توکو د بېرته پروسس کولو اجازه ورکړي.

د سویلي کوریا د صنعت وزارت ویلي، دوی لا تر اوسه د دې پروژې تخنیکي جزییات نه دي څېړلي. د امریکا له‌خوا د اټومي اوبتل ټکنالوژي تر اوسه یوازې بریتانیا ته په ۱۹۵۰مو کلونو کې ورکړل شوې وه.

کارپوهان وايي دا پرېکړه پوښتنې راولاړوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اوبتلونه د لوړ غلظت لرونکي یورانیم کاروي، چې د وسلو د تولید لپاره هم کارېدلی شي.

د وسلو د کنټرول د انجمن مشر ډریل کیمبال ویلي، دا اقدام د اټومي وسلو د خپرېدو د خطرونو کچه لوړولی شي او باید د خوندیتوب نړېوالو معیارونو لاندې وڅارل شي.

د شنونکو په وینا په سیول کې، د دې پرېکړې تر شا د امریکا او سویلي کوریا د امنیتي تړونونو «سوداګریز اړخ» پټ دی، چې د امریکا ګټې تر ډېره خوندي کوي.