نړۍ

د بوداپیست ناستې له لغوه کېدلو سره سم، پوتین د اټومي ځواکونو پوځي تمرینات پیل کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ، څو ساعته وروسته له هغه چې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده پلان شوې ناسته وځنډېده، د هېواد د اټومي ځواکونو پراخ پوځي تمرینات پیل کړل.

د کریملین په وینا، دا تمرینات د روسیې د «اټومي درې‌ګونې» ټولو برخو ته غځېدلي وو، چې پکې د توغندیو، اوبتلو او ستراتیژیکو بم‌وَرکوونکو الوتکو ګډون کړی و. د تمرین پر مهال د «یارس» بین‌القاره توغندی له پلاسیڅک اډې څخه وتوغول شو، او یوې اوبتلې د بارېنتس سمندر له ژورو څخه د «سینيوا» توغندی وازمایه.

د روسیې د «تو–۹۵» ستراتیژیکو بم‌وَرکوونکو الوتکو هم د اوږده واټن توغندي توغولي دي. د کریملین په څرګندونو کې ویل شوي چې دا تمرین د پوځ د لوړو قوماندانانو د همغږۍ او د اټومي وسلو د کارولو د پرېکړې د کړنلارې د ازمایښت لپاره ترسره شوی.

پوتین دا تمرین د مسکو له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د ویډیو له لارې څارلی، او د پوځ لوی درستیز والېري ګېراسیموف ورته راپور ورکړی. ګېراسیموف ویلي، موخه دا وه چې د اټومي وسلو د کارولو د پرېکړې بهیر وازمویل شي.

پوتین ټینګار کړی چې دا تمرینونه له وړاندې پلان شوي وو، خو دا کار په داسې وخت کې شوی چې ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، له پوتین سره یې د بوداپست ناسته ځنډولې ده، ځکه د هغه په وینا، «غونډه به بې‌پایله وي.»

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، راتلونکې ناسته لا هم د دواړو مشرانو په اجنډا کې ده، خو «ښه چمتووالی او موثریت وخت غواړي.»

Top of Form

Bottom of Form