سوداګري

د تېر په پرتله سږکال د اینځرو حاصلات ۴۰ زره ټنه زیات شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې روان کال په هېواد کې د اینځرو حاصلات د پام وړ زیات شوي او د تېر کال پرتله نږدې ۴۰ زره میټریک ټنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال له ټول هېواد څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه اینځر راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱۱۱ زره او ۷۷۴ میټریک ټنه و.

د معلوماتو له مخې، زابل، کندهار، هرات، روزګان او هلمند هغه ولایتونه دي، چې د اینځرو ډېر بڼونه لري او د یادو ولایتونو حاصلات د ټول تولید لویه برخه جوړوي. سږ کال په ټول هېواد کې ۱۷ زره او ۵۰۷ هکټاره ځمکه د اینځرو بڼونو لاندې وه.

افغان اینځر، چې هم په وچه او هم په تازه بڼه بازار ته وړاندې کېږي، د خپل خوږ خوند، لوړ کیفیت او طبیعي ځانګړتیاوو له امله په کورني او بهرني بازار کې ښه نوم لري او د هېواد له مهمو صادراتي کرنیزو توکو څخه شمېرل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د کرنې وزارت وايي، د انځرو د تولید د لا زیاتوالي لپاره یې په خپل پنځه کلن پلان کې د زړو بڼونو بیارغونه، د نویو بڼونو جوړول، د خصوصي سکتور پانګونې ته هڅونه او د پروسس فابریکو جوړول شامل کړي دي.

وزارت تمه لري، چې له دې لارې به بزګرانو ته د ښه عاید فرصتونه برابر او د اینځرو صادرات نور هم پراخ شي.