د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د حل په تړاو د هنګري په پلازمېنه په بوداپست کې وګوري.
ټرمپ دا خبره د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړه چې له پوتین سره یې له دوو ساعتونو زیات ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه یې «ګټورې» وبللې. کرېملین هم د ناستې پلان تایید کړی، خو د ناستې نېټه یې لا نه ده اعلان کړې.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما ټول عمر معاملې کړې دي، او هیله لرم دا یوه به هم ژر بشپړه کړو.»
دغه پرېکړه د داسې مهال رامنځته شوې> چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ځي، څو له واشنګټن څخه د لا ډېرو پوځي مرستو، په ځانګړي ډول د اوږد واټن توماهاک توغندیو، غوښتنه وکړي.
په همدې حال کې، د روسیې ولسمشر پوتین خبرداری ورکړی چې اوکراین د اوږد واټن وسلو ورکړه به د سولې بهیر زیانمن کړي او د امریکا او روسیې اړیکې به خرابې کړي.
ټرمپ په ټوکه ویلي: «تاسو فکر کوئ هغه به راته ووایي، مهرباني وکړئ توماهاکونه ورکړئ؟ نه، هغه نه غواړي دا وسلې اوکراین ته ورسېږي، ځکه دا ډېرې خطرناکې دي.»
تمه کېږي چې د ټرمپ او پوتین تر منځ دا ناسته د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې ترسره شي. د هنګري لومړي وزیر وېکتور اوربان ویلي چې هېواد یې د دې ناستې کوربهتوب ته چمتو دی او دا یې «د نړۍ د سولې غوښتونکو خلکو لپاره ښه خبر» بللی دی.
