د خیبر پښتونخوا نوي اعلى وزیر سهیل افریدي د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر اوسنۍ تګلارې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو جبري ایستل «غیرانساني چلند» او «د مسلمانۍ له اصولو سره په ټکر کې» دي.
افریدي په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: «له څو لسیزو وروسته د افغان کډوالو په زور او بېعزتۍ شړل نه انساني چلند دی او نه د مسلمانۍ تقاضا. افغانانو دلته نږدې پنځوس کاله تېر کړي، ماشومان یې دلته لوی شوي او ډېری یې همدلته سپینږیري شوي دي. له ځایي خلکو سره یې خپلوي کړي او اوس زموږ د ټولنې برخه ګرځېدلي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د افغان کډوالو پر ضد توند اقدامات د پاکستان د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دي، او باید د هغوی د ایستلو پر ځای د یوې منصفانه او باعزته تګلارې لور ته ګام پورته شي.
اعلى وزیر وویل: «موږ باید د افغان کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ له سره وڅېړو. زه له پوځي اسټېبلشمنټ څخه غوښتنه کوم چې د مهربانۍ له مخې د افغانستان اړوند پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي، او د افغانانو اړوند چې هره پرېکړه کوي باید د خیبر پښتونخوا حکومت او ولسونو په اعتماد کې واخلي. له دې لارې به مثبتې پایلې ترلاسه شي.»
ده ټینګار وکړ چې د خیبر پښتونخوا خلک د افغان کډوالو له درد او قربانۍ سره ځان شریک ګڼي، او د حکومت مسؤلیت دی چې د انسانیت او ورورولۍ له مخې له هغوی سره له عزت درناوي ډک چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان فدرالي حکومت د ۲۰۲۵ کال په پیل کې پرېکړه وکړه چې ټول هغه افغان کډوال به له هېواده وباسي چې قانوني اسناد نه لري. د حکومت د اعلان له مخې، د میلیونونو افغان کډوالو د نیولو، بندولو او شړلو لړۍ پیل شوې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ بېسارې انساني ستونزې تجربه کوي.
د بشري حقونو نړیوالي ادارې، د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره (UNHCR) او د بشري حقونو فعالان دغه اقدام له نړیوالو اصولو او بشري وجایبو سره په ټکر کې بللی او له اسلاماباد یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای د هغوی د خوندیتوب او باعزته استوګنې لپاره بدیل لارې ولټوي.
