کډوالي

د جرمني یو پلاوی د ناقانونه کډوالو په تړاو له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي

د جرمني د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې یو رسمي پلاوی به د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي، څو له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په جرمني کې ناقانونه مېشت دي، یا د جرمونو له امله محکوم شوي او یا هم د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرېندت، آلمانۍ ورځپاڼې بیلد ام زونتاګ ته ویلي، چې هېواد یې غواړي دا پروسه د سوداګریزو الوتنو له لارې پر مخ یوسي، نه د ځانګړو چارټر الوتنو له لارې، څو لګښتونه کم او چټک اقدام ممکن شي.

د راپورونو له مخې، دا به لومړی ځل وي چې د جرمني یو رسمي پلاوی په مستقیم ډول له طالبانو سره د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې کوي. دا اقدام داسې مهال کېږي چې جرمني لا دمخه د روان کال په جولای میاشت کې لسګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړلي دي.

که څه هم طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا لا هم رسمي حکومت نه دی پېژندل شوی، خو داسې ښکاري چې جرمني له عملي اړخه له دوی سره د کډوالو د ستونزې د حل لپاره تماس نیسي.

د بشري حقونو ځینو سازمانونو د دغه اقدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې د کډوالو بېرته استول باید د نړیوالو اصولو او د کډوالو د خوندیتوب د حقونو په پام کې نیولو سره تر سره شي.