نړۍ

ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې ګډون کوي؛ د غزې او اوکراین اړوند به خپل دریځ روښانه کړي

راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۰مه غونډه په نیویارک ښار کې ترسره کېږي. په دې غونډه کې به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د عمومي اسمبلۍ پر سټېج خبرې وکړي. د غزې جګړه، د اوکراین کړکېچ، د فلسطین د دولت د پېژندنې موضوع او د ایران اټومي ستونزه به د غونډې مهم بحثونه وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي: «موږ په ډېر ګډوډ او ناپېژندل شوي حالت کې راټولېږو. جګړې روانې دي، سیاسي وېش پراخېږي او نړیواله همکاري د سخت فشار لاندې ده.»

ټرمپ چې د ملګرو ملتونو د بودیجې د کمولو ملاتړ کوي، د سې شنبې په ورځ به وینا وکړي. د هغه د بهرنیو مرستو د کمولو سیاست د بشري ستونزو د زیاتېدو سبب شوی. شنونکي وايي، ټرمپ د عمومي اسمبلۍ ویناوې د نړیوالو مشرانو د پاملرنې لپاره کاروي او ښايي بیا هم د خپلو لاسته راوړنو ستاینه وکړي.

په سږنۍ غونډه کې د دولتونو نږدې ۱۵۰ مشران او لوړپوړي چارواکي برخه اخلي. د غونډې ترڅنګ له ۱۵۰ زیاتې دوه اړخیزې ناستې هم پلان شوې دي.

د اسرائیل او حماس جګړه چې دوه کاله یې پوره کېږي، د غزې خلک له سخت بشري ناورین سره مخ کړي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو به د جمعې په ورځ وینا وکړي. همدارنګه د دوشنبې په ورځ د فرانسې او سعودي په کوربه‌توب د فلسطین او اسرائیل د دوه-دولت حل په اړه ځانګړې ناسته کېږي. ځینې هېوادونه لکه استرالیا، بلجیم، بریتانیا، کاناډا او فرانسه د فلسطین د رسمي پېژندنې ژمنې کړې دي. د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته امریکا ویزه نه ده ورکړې او دی به په ویډیويي بڼه ګډون وکړي.

په اجنډا کې د اوکراین جګړه هم شامله ده. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به وینا وکړي، خو ولادیمیر پوتین به ګډون ونه کړي. امنیت شورا به د اوکراین او غزې په تړاو ځانګړې ناستې ولري.

همدارنګه، د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هڅې روانې دي. که پرېکړه ونه شي، د سپتمبر پر ۲۸ د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه پر تهران بېرته عملي کېدای شي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د غونډو لپاره نیویارک ته ځي.