د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

بدخشان کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ سخته خپلمنځي جګړه شوې

درې باوري سرچینو خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې، د دوو طالب ډلو ترمنځ سخته خپلنمنځي نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، جګړه د طالبانو د پولیسو د قوماندان بابه‌جان (په زیباک کې) او د طالبانو د کنډک قوماندان ظهیر (په اشکاشم کې) تر منځ شوې ده. ویل کېږي چې دواړه لوري له ۴۰۰ څخه ډېر جنګیالي لري.

سرچینې زیاتوي، جګړه د چهارشنبې په شپه پیل شوې چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نښتې اصلي لامل د «غنیو» او «اخشیره» کلیو ترمنځ د شپېلۍ پر سر شخړه بلل شوې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو له فیض‌آباد ښار څخه د کمکي ځواکونو یوه ډله هم یادې ولسوالۍ ته استولې ده.