سوداګري

طالبانو په کابل کې د «اورانوس» ودونو تالار د تړلو پرېکړه وکړه

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ  اقتصادي کمېسیون اعلان کړی چې د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه کېږي او دغه سیمه به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.

د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د «خلیج» او «ممتاز محل» ودونو تالارونه به تر خپلو قراردادونو د پای ته رسېدو پورې د کابل ښاروالۍ د اصولو پر بنسټ فعالیت ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د طالبانو اقتصادي کمېسیون ویلي چې د نظیف مارکېټ، د علاوالدین درې لارې د تېلو ټانک او د ظاهر شاهي مارکېټ قراردادونه پای ته رسېدلي او دا ځایونه د ازادې داوطلبۍ له لارې نویو مستاجرینو ته سپارل شوي دي. د چارواکو په وینا، له دغو مستاجرینو څخه اوس مهال کرایه اخېستل کېږي.

د اورانوس ودونو تالار په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د کابل د مهمو ټولنیزو او کلتوري مراسمو کوربه پاتې شوی دی. ګڼ شمیر ودونه، علمي غونډې، سیاسي ناستې او هنري پروګرامونه په دې ځای کې ترسره شوي، او د ښار اوسېدونکي یې د ټولنیزو غونډو د یو مشهور ځای په توګه پېژني.