د ایران د مرکزي ولایت د ساوه ولسوالۍ قوماندان ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې یو زرو او ۱۳۲ تنه افغان کډوال نیول شوي او لېږدول شوي دي.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، سمندوال مجتبی جمالي څرګنده کړه: «د هغو بهرنیو وګړو د راټولولو طرحه چې په ناقانونه ډول هېواد ته داخل شوي دي، د ساوه د ولسوالۍ د پولیسو د ځانګړي کار په اجنډا کې ځای پر ځای شوه.»
تر دې وړاندې، په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو په برخه کې د ایران د تایباد ولسوال مرستیال وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې، د وږي تر ۱۳مې نېټې پورې، ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون سرحدي بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو اویا (۷۰) ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د پلان د پلي کېدو په ترڅ کې، د هغوی د درناوي او باعزته ستنېدنې لپاره له ټولو امکاناتو په دوغارون کې کار اخیستل شوی دی.
