د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرندي خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو اجباري شړل به په داسې حال کې چې افغانستان د وروستۍ زلزلې له درنو پایلو او ژور بشري ناورین سره مخ دی، پر خلکو فشارونه دوه چنده کړي.
ښاغلي ګرندي ویلي، وروستۍ زلزله د افغانستان په ختیځ کې تر نیم میلیون زیات کسان اغېزمن کړي دي. هغه زیاته کړه: «په داسې شرایطو کې د مرسته کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان مرسته، حیاتي او د مننې وړ ده.»
خو نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د کډوالو د اجباري بېرته ستنولو پلان، په ځانګړي ډول د افغانانو په اړه، ودروي. د هغه په وینا افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو او د وروستۍ زلزلې له پراخو زیانونو وروسته د دې توان نه لري چې د کډوالو د ستنولو څپې جذب کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له سپتمبر ۲۰۲۳ تر فبرورۍ ۲۰۲۵ پورې نږدې ۸۴۴ زره افغان کډوال چې اسناد یې نه لرل له پاکستانه شړل شوي دي. د هغو کډوالو د بېرته ستنولو بهیر هم تر بحث لاندې دی چې د استوګنې قانوني اسناد لري، چې شمېر یې شاوخوا یو نیم میلیون ښودل کېږي.
مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د کډوالو د شړلو دوام به په افغانستان کې د بشري ناورین د لا ژورېدو لامل شي او د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره د مرستندویو بنسټونو وړتیا به نوره هم محدوده کړي.
