درې باوري سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د دولتي ادارو د ۲۰ سلنه کموالي د طرحې د پلي کېدو مخه نیولې ده.
د سرچینو په وینا، حقاني نه غواړي هغه کسان چې د هغه نږدې باوري ملګري ګڼل کېږي، له دندو ګوښه شي. د سرچینو له مخې، نوموړی ان تر دې کچې تللی چې ویلې یې دي، که اړتیا وي د وزارت د کارکوونکو تنخواوې له خپل شخصي بودیجې پرېکوي؛ خو د کموالي طرحه به ونه مني.
له دې وړاندې، د طالبانو د مالیې وزارت د همدې طرحې د نهپلي کېدو له امله د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو د معاشونو ورکول ځنډولي وو. سرچینې زیاتوي، که څه هم د همدې دلیل له مخې د دفاع او پوهنې وزارتونو د کارکوونکو معاشونه هم ځنډېدلې؛ خو په وروستیو کې بېرته ورکړل شوې دي.
محمد عارف رحماني، د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي، ویلي چې دغه مساله د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او سراجالدین حقاني ترمنځ د ژور اختلاف یوه بله بېلګه ده. هغه وویل: «له هغه وخته چې هبتالله د طالبانو مشر شوی، د دوی ترمنځ په بېلابېلو کچو اختلافات موجود دي.»
د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده تېر کال امر کړی و چې د دولتي ادارو او امنیتي تشکیلاتو ۲۰ سلنه کموالی عملي شي؛ خو د کورنیو چارو وزارت د دې پرېکړې پر وړاندې مخالفت کړی چې اوس د طالبانو په مشرانو کې د جدي ناندریو لامل ګرځېدلې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دوی ویاندویانو تل ټینګار کړی چې د ډلې په دننه کې اختلاف نشته دي.
