طالبانو د یکشنبې په ورځ ۱۱ تنه په کابل او فاریاب ولایتونو کې د غلا، د نشهيي توکو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دورو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې ۹ تنه، د نشهيي توکو او مسکراتو د ابتدایه محکمې لهخوا په دوه نیم کاله بند او ۳۹ دورو وهلو محکوم شوي وو.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دوه تنه نور بیا د فاریاب د دولتآباد ولسوالۍ د ابتدایه محکمې لهخوا د غلا په تور په یوه کال بند محکوم او ۳۶ دورط وهلو محکوم شوي وو.
د طالبانو ستره محکمه وايي دغه فیصلې د یادې محکمې له توشیح وروسته د کابل او فاریاب په عام محضر کې عملي شوې دي.
