بشري حقوق

طالبانو کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه په دورو وهل شوي دي.

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د چهارآسياب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د زمري میاشتې په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه، د «غلا او زنا په تور او د نامشروع اړيکو» په تور هر یو په ترتیب ۳۹-۳۹ دورې وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، درې کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورو تعزیري سزا او څلورم کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دورو سزا محکوم کړی شوي دي.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې، د دوه سوه ښځو په ګډون له یو زر او ۲۰۰ څخه ډېر کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي، چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، له ۴۰۰ څخه ډېر کسان، چې ۷۰ یې ښځې دي، په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د دې شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو د ۱۷۷ کسانو لپاره د قصاص حکم، د ۳۷ کسانو لپاره د سنګسار حکم او پر ۴ نورو کسانو د “دېوال ړنګولو” حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې موده کې، پر لسو کسانو د قصاص حکم تطبیق کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په ټول هیواد کې د ۲۰۶ ښځو په ګډون ۱،۲۱۴ کسان د خلکو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.