بشري حقوق

سرچینې: خوست کې خاوند او مېرمن ځان وژنه کړې

د خوست ولایت انځور

له خوست ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ په یوه کلي کې یوې ښځې او خاوند د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ځان وژنه کړې ده.

سیمه‌ییزې سرچینې آمو ته وایي، دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او دواړو ښځې او خاوند په ګډه ځان وژنه کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې د ژور اقتصادي کړکېچ سره مخ وه او د ژوند د لګښتونو د برابرولو توان یې نه درلود. د هغوی په وینا، د کار نشتوالی او د عاید کمښت په دې سیمه کې ګڼې کورنۍ له ورته ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې په خوست کې د ځان وژنې شپږ پېښې ثبت شوې دي. ډېری دغو پېښو کې د فقر، بېکارۍ او د ژوند له سختو شرایطو څخه د تېښتې هڅه د اصلي لامل په توګه یاده شوې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي، په خوست او ورته نورو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښو زیاتوالی د طالبانو او مرستندویو ادارو جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د هغوی په باور، که عاجل اقتصادي ملاتړ او د رواني روغتیا پروګرامونه پلي نه شي، دا لړۍ لا پسې پراخېدلی شي.