سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د ټي‌ټي‌پي ۱۴ غړي وژل شوي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه، وايي چې د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د پاکستاني طالبانو یا (ټي‌ټي‌پي) ۱۴ غړي وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د اګسټ په ۷مه او ۸مه شپه کې هم ۳۳ وسله‌وال په نښه او له منځه یوړل شوي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوي چې دغه وسله‌وال د «هند ملاتړي» ډلو څخه وو.

خبرپاڼه وايي: «د ۲۰۲۵ کال د اګسټ د ۸مې او ۹مې شپې په جریان کې د پاکستان-افغانستان د پولې په شاوخوا سیمو کې د سامبازا عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال، ۱۴ نور د هند ملاتړي خوارج تعقیب او په بریالیتوب سره له منځه یوړل شول. د وژل شویو خوارج وسله، مهمات او چاودیدونکي مواد هم تر لاسه شول.»

د پاکستان پوځ وايي چې په دوه ورځني عملیاتو کې د وژل شویو وسله‌والو شمیر ۴۷ ته لوړ شوی دی.