د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو د می په ۷مه او ۸مه نېټه په ټانک او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلهوال وژلي دي.
د پوځ خبرپاڼه زیاتوي، لومړي عملیات په ټانک ولسوالۍ کې د وسلهوالو د شتون له راپور وروسته ترسره شول، چې په پایله کې یې څلور تنه ووژل شول.
دغه راز په ډېره اسماعیل خان کې د یو بل عملیات پر مهال یو وسلهوال وژل شوی دی. له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلهوالې پېښې زیاتې شوې دي.
پاکستان تر خپل کنترول لاندې سیمه کې د امنیتي پېښو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې په وار وار یې له کابل څخه غوښتي چې خپله خاوره د وسلهوالو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارولو ته پرې نږدي.
له بلې خوا طالبانو تل د پاکستان ادعا د خپلې ناکامۍ د پټولو پلمه بللې او وايي چې د افغانستان خاوره د هیڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کیږي.
